Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم دروازه نن د خلکو پر مخ نه پرانیستل‌ کېږي

جلال‌اباد (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تورخم کې پاکستان اړخ ته د پلټنې د ځینو وسایلو بیارغونې چارې نه دي بشپړې شوې، نو ځکه به لاره هم نن د ناروغانو او مسافرو پر مخ نه پرانیستل کېږي.

مسوولین وايي، خلک دې د دوی تر بلې خبرتیا تورخم ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د وري په لومړۍ نېټه پژواک خبری اژانس ته وویل چې د تورخم دروازه د جمعې په ورځ د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې کېږي.

هغه زیاته کړه، د پاکستاني لوري ځینې مهم وسایل لا هم ترمیم ته اړتیا لري، نو له ټولو مسافرو څخه هیله کېږي چې تر بشپړ عادي حالت پورې تورخم ته له سفر څخه ډډه وکړي، تر څو په تکلیف نه‌شي.

له دې مخکې د دواړو غاړو د هوکړې له مخې، د چهارشنبه په مازدیګر د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم دوازه پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ به د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم دروازه خلاصه شي.

خو چارواکي وايي چې هلته د ترمیم کارونه نه دي بشپړ شوي، نو ځکه نن هم تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.