کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تابعیت کارټ لرونکو او بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو په وروستي ضربالاجل کې بدلون نه دی راغلی.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د کډوالو د ایستلو بهیر په تړاو د ملګرو ملتونو د ادارو اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي چې د اسناد نهلرونکو کډوالو د ایستلو په نېټه کې کوم بدلون نه دی راغلی.
هغه زیاته کړې: «موږ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره په مشوره مکلف نه یو. له ټولو مخکې دا چې پاکستان د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی، نو له همدې امله موږ چې په تېرو پنځو لسیزو کې د افغان کډوالو لپاره هر اقدام کړی، په بشپړ ډول په خپله خوښه مو کړی. د نړۍوالو ژمنو په اړه، موږ له خپلې ونډې زیات کار کړی او د افغانانو مېلمهپالنه مو کړې ده. خو له دې وروسته هغوی باید په خپل پاسپورټ کې د پاکستان ویزه ولري څو وکولای شي په هېواد کې پاتې شي.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېرې چهارشنبې په ماښام افغانستان کې د پاکستان سفارت د شارژدافیر عبدالرحمن نظاماني په ګډون کابل کې مېشتو ډیپلوماټانو ته د روژهماتي مېلمستیا پر مهال له پاکستان او نورو هېوادونو د افغان کډوالو د تدریجي ایستلو غوښتنه وکړه.
د يادونې ده چې د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د تابعيت کارټ لرونکو او بېاسنادو کډوالو ته د روان کال د کارچ میاشې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو په خپله خوښه له پاکستانه ووځي. له دې نېټې وروسته به د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د رسمي خبرتیا له مخې، په ډلهییزه توګه د کډوالو ایستل پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د روان مېلادي کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د مېشتو شاوخوا درې میلیون افغان اتباعو د ایستلو لپاره څو پړاوویز پلان تایید کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP