Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د تورخم کمیسارۍ مسوولین وايي، تورخم دروازه نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه او خلک اوس کولای شي په قانوني ډول پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې تورخم دروازه به پرون جمعه د مسافرو پر مخ پرانیستل کېږي خو پاکستاني اړخ تېره ورځ د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د لارې له خلاصولو ډډه وکړه.

خو نن سهار د تورخم کمېسارۍ مرستيال مولوي نصرالله فاتح پژواک خبري اژانس ته وويل چې دروازه په پشپړه توګه د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه، تورخم کې ټولې ادارې د خلکو د امنيت، پلټنې او خدمت لپاره بشپړ چمتووالی لري او کولای شي چې په قانوني ډول له کومې ستونزې پرته سفر وکړي.

د نوموړي په خبره: «د چهارشنبې په ورځ د موټرو په رابطه باندې لاره خلاصه شوه او نن سهار د مسافرو او ناروغانو لپاره هم لار په بشپړه توګه خلاصه شوه، زموږ کومې ادارې چې دي، د مسافرو د تګ راتګ لپاره بشپړ چمتووالی لري.»

دغه راز، د تورخم کمېسارۍ کې د امنيتي کنډک قوماندان حبیب‌الرحمن خادم وویل، د مسافرو د امنیت او پلټنې لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی او د خلکو پلټنه او خدمت په ښه توګه روان دي.

ورته مهال، تورخم کې د دواړو غاړو مسافر خوښ دي چې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه او له پاکستاني مسوولینو غواړي چې نور دې دغه لار نه بندوي.

صفدر علي چې د پاکستان د پنجاب ایالت اوسېدونکی دی او په افغانستان کې په يوه فابریکه کې کار کوي وايي، له تېرې يوې میاشتې راهيسې په تمه و چې لاره خلاصه او پاکستان ته ولاړ شي.

هغه وویل، خوښ دی چې د لارې په خلاصېدو سره اوس خپل کور ته روان دی.

دغه راز یوه افغان حبیب‌الرحمن چې په پېښور کې اوسېږي او یوه مياشت مخکې په ننګرهار کې د خپلوانو د واده مراسمو ته راغلی و، دلته بند پاتې و، نن خوشاله دی چې د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

هغه وویل: «میاشت مې دلته وشوه، نن روان يم، نظم ډېر ښه روان دی، موږ له امنيتي مسوولینو ډېر خوښ يو.»

همدارنګه له پاکستانه راستانه شوي مسافر هم خوښ دي چې د راتګ زمينه ورته برابره شوه.

د سميع‌الله شېرزاد په نوم يو افغان مسافر چې پاکستان کې شاوخوا یوه میاشت بند پاتې و او نن هېواد ته راستون شوی وویل، هغې غاړې ته ستونزې ډېرې دي او ګڼه ګوڼه هم زیاته ده چې خلک بايد راتګ کې له حوصلې کار واخلي.

د يادولو ده، تورخم دروازه شاوخوا مياشت مخکې د پاکستان له لوري هلته د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري نقطه کې د افغان پوله‌ساتو ځواکونو د نظامي تاسيساتو جوړولو په غبرګون تړلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.