Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک ، ۲ وری ۱۴۰۴): هلمند کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ په زاړه بازار کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه رامنځته شوې.

د نوموړي په وینا، د شخړې پر مهال د یوه ورور زوی لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه ټپیان شوې دي.

هغه زیاته کړه، د ټپیانو له جملې څخه د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی او پاتي ۱۶ تنو حالت د ډاډ وړ دی.

راشد وایي چې د پېښې په تړاو یو تورن کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی چي ډېر ژر به اړونده ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې یاده شخړه د دوو وروڼو ترمنځ د یوې حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.