Language

ننګرهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ پلټونکو او چاڼيز عملیاتو په پایله کې د خادم په نوم یو اته کلن ماشوم چې څو ورځې وړاندې تښتول شوی و، د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی.

سرچینه زیاتوي چې یاد ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو په پایله کې یو تښتوونکی نیول شوی چې د نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.