Language

د محمدصادق خان په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمدصادق خان په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پلاوی پرون ناوخته کابل ته راغلی دی.

مجاهد زیاته کړه، یاد پلاوی به نن د اسلامي امارت له ځینو مسوولینو سره وویني او پر ځینو موضوعاتو چې د دواړو هېوادونو اړوند دي، خبرې وشي.

د مجاهد په خبره، په دې لیدنو کې به پر ډیورنډ فرضي کرښه د دروازو بندېدو، د افغان کډوالو د ستونزو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه بحث وشي.