کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): ټاکل شوې د هند کرکټ غورهليګ (ایپياېل) شل اووریزې سوداګریزې سیالۍ د اوو افغان لوبغاړو په ګډون نن پیل شي.
د ۲۰۲۵ کال د هند د کرکټ غورهلیګ (IPL) سیالیو اتلسم پړاو نن د لسو لوبډلو ترمنځ پیلېږي چې لومړۍ لوبه یې ماښام شپږنیمې بجې د کلکتې او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
په دغو سیالیو کې د نورو هېوادونو د لوبغاړو سربېره اووه افغان لوبغاړي هم بېلابېلو لوبډلو اخیستي دي.
رحمنالله ګربز د کلکتې لوبډلې سره، نوراحمد لکڼوال د چینای لوبډلې سره، فضلالحق فاروقي د راجستان رایلز لوبډلې سره، عظمتالله عمرزی د پنجاب لوبډلې سره، راشد خان او کریم جنت د ګجرات ټایټنز لوبډلې سره لوبېږي.
دغه راز، اللهمحمد غضنفر د ممبی لوبډلې اخیستې و چې وروسته بیا ټپي شو او ممبی لوبډلې یې پر ځای بل افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ واخیسته.
په دغو سیالیو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شلاووریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د ګجرات ټایټنز لوبډلې له تېر کاله ځان سره ساتلی او بولي ته یې وړاندې نهکړ خو نور افغان لوبغاړي بیا په ۲۰۲۴ کال کې له بېلابېلو لوبډلو له لوري وپېرل شول.
د یادونې ده، له دې مخکې هم افغان لوبغاړي د بنګلهدېش، سریلانکا، سوېلي افریقا، پاکستان، د ابوظبۍ لس اووریزه سیالیو او یو شمېر نورو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP