هرات (پژواک،۲ وری ۱۴۰۴ ): د هرات په شیدايي ښارګوټي کې د داخلي بېځایه شوو لپاره که څه هم جګړه پای ته رسېدلې، خو د وچکالیو او بېکارۍ له امله لا هم له خپلو سیمو لرې پاتې دي؛ دغه کورنۍ د ژوند له سختیو سره لاس او ګرېوان دي او شپې او ورځې یې د ډوډۍ پیدا کولو او نامعلوم راتلونکي په اړه په اندېښنو تېرېږي.
د هرات شیدايي ښارګوټي په کوڅو کې له خپلو اصلي سیمو بېځایه شوي سلګونه کورنۍ ژوند کوي، ماشومان یې په زړو جامو او لوڅو پښو په خټینو او نیمهخرابو کورونو کې لوبې کوي، په داسې حال کې چې نارینه یې په لږې هیله سره د ورځني کار په لټه کې دي او ښځې یې په ستړو څېرو خالي دسترخوانونو ته ګوري.
له یادو کورنیو ځینې یې یو وخت په خپلو کرنیزو ځمکو کې غنم راټولول او حبوبات یې کرل، خو اوس یوازېنی حاصل چې ورپاتې دی، بېوزلي او لوږه ده؛ پرلهپسې وچکالیو هغوی په خپله خاوره کې کډوال کړي دي.
د هرات په شیدايي ښارګوټي کې سخت ژوند
سلګونه بېځایه شوې کورنۍ چې د تېرو جګړو او پرلهپسې وچکالیو له امله له ګاونډیو ولایتونو لکه بادغیس، فراه او فاریاب یې د هرات شیدايي ښارګوټي ته پناه وړې وايي، نور د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري.
۷۶ کلن موسی خپله لکڼه پر ځمکه ږدي او په ورو ورو جومات ته ځي، هغه چې یو وخت یې په خپلو ځمکو کې غلې دانې کرلې، اوس د هرات شیدايي ښارګوټي کې د څښاک اوبو او د ژوند نورو لومړنیو اړتیاوو ته اړ دي.
هغه چې د فاریاب ولایت اصلي اوسېدونکی دی وویل: «موږ د ژوندي پاتې کېدو لپاره دلته راغلي یو، خو ان اوبه هم نه پیدا کېږي، باید له ګاونډیانو یې وغواړم چې د څښاک لپاره اوبه راکړي.»
عبدالناصر یو بل ۴۱ کلن کس دی چې د هرات په شیدايي ښارګوټي په یوه خټین او په لرګیو پوښل شوي کور کې له خپلې ۹ کسیزې کورنۍ سره شپې ورځې تېروي؛ چاودې لاسونه او پر لمر سوځېدلې څېره یې په کرنیزو ځمکو کې د کلونو کار کولو ښکارندويي کوي، خو اوس یې په بادغیس کې ځمکې د اوبو نشتوالي له امله شاړې پاتې دي او دی په هرات کې د ژوند کولو لپاره د یوې بلې لارې په لټه دی.
هغه سوړ اسوېلی وایست ویې ویل: «کله چې جګړه وه، هیله مو وه چې یوه ورځ سوله راشي او خپل کور ته ولاړ شو، خو اوس چې سوله راغلې او جنګ پای ته رسېدلی، نو وچکالیو خپلو مېنو ته زموږ د بېرته ستنېدو مخه نیولې ده.»
عبدالناصر اووه کاله مخکې چې کله د دوی په سیمه کې جګړه وه، له خپلې کورنۍ سره له بادغیسه راکډه شو، خو اوس چې جګړه پای ته رسېدلې، د اوبو کمښت او د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو خپلې مېنې ته ګرځېدل ورته ستونزمن کړي او دا مهال د هرات په شیدايي ښارګوټي کې د ژوند له ګڼو ناخوالو سره مبارزه کوي.
هغه وویل: «کله یوه اونۍ کار نه وي، که اولادونه مې له کثافتدانیو پلاستیکي بوتلونه راټول نه کړي او ویې نه پلوري، د یوه وخت ډوډۍ هم نه لرو.»
د شیدايي ښارګوټي په یوه بله څنډه کې د منځني عمر خاوند اللهداد دی چې په یوه کنډواله کور کې اوسېږي؛ هغه هم د بادغیس اصلي اوسېدونکی دی او وايي، یو وخت به یې په خپل ولایت کې پر خپلو ځمکو په کال کې یو یا دوه ځلې غنم، وربشې او ځیره کرل، خو اوس نه بېرته ولایت ته د ستنېدو توان لري او نه هم هغلته د کښت او کروندې امکانات شته؛ ځکه په خبره یې، د ځمکې لاندې اوبو کچه هم د پام وړ ټیټه شوې ده.
هغه وايي: «یو وخت موږ نورو ته غله ورکوله، اوس موږ خپله ډوډۍ ته اړتیا لرو.»
شیدایي ښارګوټي ته د باران په نوم بل راکډه شوی کس په ناهیلي غږ وايي: «څو کاله کېږي چې له لوږې دلته رابېځایه شوي یو، دلته راغلي یو، نه کار شته او نه بل څه، حیران پاتې یو چې څه وکړو؛ یوه ګوله ډوډۍ نه پیدا کېږي، نه د روژهماتي لپاره څه لرو او نه هم د پېشلمي لپاره، مجبور یو روژه ونیسو.»
د فراه دغه اوسېدونکی چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو په لټه کې دی وویل، ځيني ورځې کار پیدا کېږي، درې سوه افغانۍ د ورځې ورکوي، خو دی پر خوارځواکۍ اخته یو زوی لري، دا درې سوه افغانۍ نه د ډاکټر فیس کېږي او نه هم د کور لګښت ته بسنه کوي.
بلخوا، د هرات د کرنې ریاست مسوولین هم تاییدوي چې سږ کال بارانونه د تمې خلاف کم وو.
د دغه ریاست د احصایې امر احمد عرفان وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې یوازې ۸۹.۸۵ ملي متره ورښت شوی چې په ځینو سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ سلنه کم و.
عرفان د کروندګرو پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي چې د دغه ریاست مسوولین هڅه کوي څو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي په موخه له بېلابېلو لارو استفاده وکړي او بزګر د معیاري او اغېزناکې کرنې څرنګوالي ته وهڅوي.
د هغه په خبره، د دې ادارې مسوولین هڅه کوي څو هغه نباتات او کرنیز محصولات چې د کمو اوبو پر وړاندې مقاوم دي، کروندګرو ته معرفي کړي، په اوسنیو شرایطو کې بزګرانو ته انجه ښه انتخاب دی؛ ځکه د هغه په خبره، له یوې خوا ښه حاصل لري او له بلې د کمو اوبو پر وړاندې مقاوم دي.
د هرات له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست مرستیال مولوي صابر پژواک ته له دغو بېځایه شوو د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل چې د روان کال په ترڅ کې له طبیعي پېښو زیانمنو او بېځایه شوو ۶۱۰ کسانو د دې ادارې له خوا د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې دي.
هغه زیاته کړه، دغه ریاست د همکارو موسسو په همغږۍ هڅه کوي څو په بېړنيو حالاتو کې او د طبیعي پېښو پر وړاندې لازم چمتووالی ولري.
هرات، بادغیس، فراه او غور هغه ولایتونه دي چې په وروستیو کلونو کې یې د وچکالیو له امله ډېر زیانونه لیدلي، له دې ډلې داسې کورنۍ شته چې ژوند یې له کرنې سره تړلی و، د هېواد په ځينو سیمو کې د خپلو اصلي سیمو پرېښودو ته مجبور شوي او ښارونو ته تللي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP