Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت ناروې کې کونسلي خدمات پیلوي

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روانې وري میاشتې له څلورمې نېټې وروسته د ناروې په پلازمېنه اسلو کې کونسلي خدمات بیا پیلوي.

د تېر ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په ۱۹مه په ناروې کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي وو چې دغه سفارت د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه تړل کېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو په ناروې کې مېشتو افغانانو او نورو مراجعينو ته خبر ورکړی چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري/ حمل له څلورمې نېټې کونسلي خدمتونه بيا پيلوي.

سرچینې زیاته کړې چې اسلامي امارت په یاد هېواد کې د کونسلي خدمتونو بیا پيل یو مثبت ګام بولي.

دا په داسې حال کې چې نن سهار بهرنیو چارو وزارت کې یوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې نجیب‌الله شېرخان په ناروې کې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه ټاکل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.