Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی

میمنه (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول مولوي عبدالله مرادي وايي، تېره شپه شاخوا ۸:۳۰ بجې پر آقینه بندر – اندخوی لویه لار دوو موټر سایکلونو ټکر کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې له امله یوه موټر سایکل چلوونکي چې ۲۲ کلن و، ژوند له لاسه ورکړی او بل موټر سایکل چلوونکی چې ۱۷ کلن دی، ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د اندخوی – شبرخان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو ۱۴ کلن ماشوم ټپي شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.