Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د کرکټ لس‌اووریزې رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): غزني کې د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس‌اووریزه رمضان‌ جام سیالۍ چې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې وې، نن د «وفا ټایګر» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

غزني ولایت کې د کرکټ ادارې مسوول عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ یې د کرکټ لس‌اووریزه سیالۍ پيل کړې وې چې اتلولي یې د وفا ټایګر لوبډلې وګټله.

هغه زیاته کړه، له یادو سیالیو څخه یي موخه د لوبغاړو بوخت ساتل وو څو دویمه درجه ولایتي سیالیو ته چمتو شي.

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، د داسي سیالیو تر سره کولو ته خوښ دي خو غوښتنه کوي چې باید معیاري لوبغالي ورته جوړ شي.

لوبغاړي رحمان‌الله رحماني وویل، د معیاري لوبغالو په برخه کې ستونزي لري او په خبره یې چې په ټول ولایت کې داسې لوبغالی نه‌لري چې دوی دې په ډاډه زړه په‌کې لوبې وکړي.

او په وینا یې، هیڅ ډول معیاري لوبغالی نشته چې په ډاډه زړه لوبي په کې وکړي.

د یادولو ده، اوس‌مهال غزني کې د دغو سياليو سربېره د رمضان جام په نوم د والیبال او فوتسال جام سیالۍ هم روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.