Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن د تېر کال د همدې مودې په نسبت د اوړو او نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د غوړو بیه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د اوړو او نفتي توکو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۶ او نږدې ۸ سلنه ټیټې شوې دي، خو د مالیزیايي غوړیو او سرو زرو بیې په ترتیب سره نږدې ۱۹ او ۳۹ سلنه لوړوالی ښيي.

د خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وري ۲مه) د تېر کال د همدې مودې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۸۰ څخه ۱۳۳۰ افغانیو ته ټیټه شوې، د خو د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړو بیه له ۱۴۳۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

صافي وویل چې د غوړیو بیه د تقاضا ډېرېدو او په مالیزیا کې یې د بیې لوړېدو له امله په کابل کې هم د غوړیو بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د اوړو بیه په قزاقستان کې هم لوړه شوې ده.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتيا پژواک ته وويل چې د توکو بيې په بازار کې د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي؛ کله چې توکو ته تقاضا زیاته شي، په هماغه اندازه بیې هم لوړیږي او کله چې بیا تقاضا کمه شي، نو بیې هم پر همدې اساس ټاکل کېږي.

هغه زياته کړه، اوس چې د افغانستان په بازارونو کې د اوړو او بورې بيې ټیټې شوې، دا هم ښايي بېلابېل لاملونه ولري چې اصلي لامل يې عرضه او تقاضا ده او ترڅنګ يې يو بل عامل هم مطرح کېدای شي، هغه دا چې افغانستان يو وارداتي هېواد دی، ځیني وخت په واردوونکي هېواد کې بیې لوړېږي او يا ټيټېږي.

هغه د افغانستان سوداګریزې اړیکې د ښې کېدو په حال کې وبللې او زیاته یې کړه: «مخکې افغانستان پر یوه لاره تکیه و چې هر وخت هغه لاره بندېده، ترانزیټي او سرحدي ستونزې به راپورته کېدې او بیې به یې ډېرې لوړېدې، موږ هر کال دا تجربه لرله، خو له نېکه مرغه چې په ​​وروستیو کلونو کې افغانستان له ډېرو هېوادونو سره نښلول شوی او له بېلابېلو هېوادونو اساسي او لومړني توکي واردوي.»

خو د تېر کال د همدې ورځې په پرتله د نورو خوراکي توکو بيو کې بدلون نه دی راغلی.

په کابل کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس وویل، نن هم د تېر ١٤٠٣ کال په همدې موده په څېر په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۶۰۰ افغانۍ یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

کابل ښار کې د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۳ نه ۶۲ افغانیو، د یو لېټر ډیزلو بیه له ۶۲ نه ۵۷ افغانیو او د یو کیلوګرا ګاز بیه له ۵۸ نه ۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په کابل ښار د نفتي توکو د بیو بدلون په نړۍوالو کچه د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري، خو ځیني نور لاملونه لکه په ګمرکونو د اسانتیاوو رامنځته کېدل، د ګمرفي محدودیتونو له منځه تلل او د مفتي توکو د وارداتو ډېرېدل هغه لاملونه دي چې په هېواد کې د تیلو د بیو ټېټېدو کې اغېز کړی دی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وايي چې په نړۍوالو بازارونو د نفتي توکو د بیو ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د هغه بیې ټیټې شوې دي.‎

د سرو زرو بیې

کابل ښار کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې نن د تېر کال د همدې مودې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۱۵۰  نه ۵۶۰۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۱۰۰  نه ۴۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. ‎

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، د تېر کال په همدې موده ‎دوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.