Language

تورخم دروازه پرانیستل شوه؛ نن او سبا یوازې بېړنیو ناروغانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د تورخم دروازه نن سهار د تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه خو مسوولین وايي چې د ګڼې ګوڼې له امله به یوازې بېړنیو ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

چارواکي وايي، تر دوو ورځو وروسته پر دروازه تګ راتګ عادي کېږي او هر څوک تللی راتللی شي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د وري په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د تورخم دروازه نن د سهار ۸ بجې پرانیستل شوه، خو لومړیو دوو ورځو کې بېړنیو ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

ټاکل شوې وه چې پرون د جمعې په ورځ لاره خلاصه شي، خو پاکستاني اړخ ته د تخنیکي ستونزې له امله لاره بنده پاتې شوه او نن سهار خلاصه شوه.