Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوبو نړی‌واله ورځ؛ د کابل یو شمېر ښاریان د څښاک اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۴): د اوبو نړی‌والې ورځې سره هم‌مهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټیټېدو اندېښنه ښیي، د څښاک اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سر ټکوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو رسولو یو منظم سیسټم رامنځته کړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او کنټرول لپاره یې اوږدمهاله او لنډمهاله پلانونه تر لاس لاندې نیولي او د ښاري اوبو رسونې سیسټم پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

«که د چا زړه وسوځي، اوبه راکوي او که نه یوه بوشکه اوبه هم نه راکوي»

د کابل ښار د کارته سخي سیمې یوه اوسېدونکي سیداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی سیمې ته اصلاً د اوبو نلونه نه دي ورغلي، دوی مجبور دي له ټانکرونو وپېري چې ګرانه دي.

د هغه کور چې د غره په لمنه کې دی، د اوبو ترلاسه کولو او تر کوره لېږدولو کې ستونزو ته په اشاره له حکومته غوښتنه وکړه څو د دوی سیمې ته د اوبو رسولو یو منظم سیسټم او د څښاک اوبو ذخیرې جوړې کړي.

د تایمي سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمعروف وویل: «دولتي اوبه نه لرو، د یوې بوشکې اوبو لپاره کله جومات او کله د خلکو کورونو ته ورځو، که د چا زړه وسوځېد اوبه راکوي او که نه یوه بوشکه هم نه راکوي.»

د کابل ښار د نواباد ده‌کېپک یو اوسېدونکی خداداد وایي چې د ورځې دوه یا درې ځلې د څښاک پاکو اوبو نشتوالي له امله ډېره لاره وهي څو وکولای شي خپلې بوشکې له اوبو ډکې کړي.

دغه ۶۱ کلن کس د څښاک پاکو اوبو ترلاسه کولو کې سختیو په اشاره له حکومته غوښتنه کوي څو د څښاک اوبو رسولو منظم سیسټم جوړ کړي.

د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره دې د کابل ښار شاوخوا سیمو کې چک‌ډیمونه جوړ شي

کارپوهان وایي چې اوبه د ژوند سرچینه ده، خلک باید د اوبو مصرف او حکومت باید د ځمکې لاندې اوبو تغذیې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د اوبو یوه متخصص نجیب‌الله اقا وویل چې د کابل ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو لپاره د اوبو یوې پایدارې سرچینې ته لاسرسی نه لري او دا چاره د دې لامل شوې څو دوی د ژورو او نیمه ژورو څاه‌ګانو کیندلو له لارې چې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو، د کیفت کمېدو او ان د وچېدو لامل یې کېږي.

هغه وویل چې حکومت باید د دغه وضعیت مهارولو لپاره ټول هغه شرکتونه چې د خپلې اړتیا وړ اوبه د ځمکې لاندې له اوبو تامینوي، اړ کړي څو له کابل ښاره له بهره د ټانکرونو په وسیله اوبه را انتقال کړي، سولري واټرپمپونه چې ۲۴ ساعته د ځمکې لاندې اوبه تخلیه کوي، ودرول شي او دغه ‌راز د ځمکې لاندې اوبو تغذیې لپاره دې د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې ډېر بندونه جوړ شي.

د چاپېریال‌ساتنې یوه کارپوه  سیدمحمد سلیمان‌خېل وویل، حکومت کولای شي چې د ځمکې لاندې اوبو تغذیې لپاره د کابل ښار به شاوخوا سیمو کې چک‌ډیمونه جوړ کړي، د اوبو د بې درېغه استفادې په اړه پوهاوی ورکړي، د ځمکې لاندې اوبو مدیریت په ښه ډول وکړي او د ښاري اوبو رسونې سیسټم پراخ کړي.

هغه دغه‌راز وویل چې افغانستان ډېرې خوږې اوبه لري، خو ډېرې دغه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي او له حکومته یې غوښتنه وکړه څو د دغو اوبو د مدیریت لپاره یو منظم پروګرام عملي کړي.

حکومت د ځمکې لاندې اوبو د استفادې او تغذیې د تعادل لپاره یوه کړنلاره جوړه کړې ده

خو د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې دغه وزارت د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو کنټرول او تغذیې لپاره اوږدمهال او لنډمهال پلانونه تر لاس لاندې لري.

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع‌الله عابد پژواک ته وویل، د دې لپاره چې د ځمکې لاندې اوبو استفاده او تغذیې بلانس سره برابر شي، دې وزارت یوه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې یې په کارخونو، روغتونونو، لوړپوړیزو ودانیو او موټر شوییو کې د ریسایکل سیستم عملي شي، زرګونه جذبي څاه‌ګانې کندل شوي، د پغمان سیند اوبه چې مخکې یې ډېرې اوبه له ښاره باندې تلې، قرغې بند ته سوق شوي دي.

 هغه وویل چې کابل ته د پنجشېر سیند او د شاه او عروس بند اوبو لېږد هغه اوږدمهال پروګرامونه دي چې یاد وزارت یې تخنیکي مطالعات ترسره کړي، د بودجې د پیدا کېدو په صورت کې به د هغو عملي کار پیل شي.

د اوبو له نړی‌والې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د سره صلیب نړی‌والې کمېټې اټکل کړی چې د افغانستان ۸۰ سلنه خلک کافي او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري.

د مارچ ۲۲مه د اوبو نړی‌وال ورځ ده چې د اوبو نړی‌والې له ورځې سره هم‌مهاله چې د ځمکې لاندې اوبو اهمیت چې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوې او دا ورځ هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.