ژبه

متقي د قطر له شارژدافیر سره د ا.ا او امریکا د اړیکو پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د قطر له شارژدافیر سره د افغانستان او قطر د دوه‌اړخیزو اړیکو او له امریکا سره د ا.ا د اړیکو پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

‎ تېره اونۍ یوه امریکایي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له هغه وروسته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو او قطر په منځګړیتوب یې د یوه بشر دوستانه اقدام په ترڅ کې یوه بندي جورج ګلزمن له بنده خوشې کړ.

اسلامي امارت د یاد امریکایي پلاوي سفر یو مثبت ګام بللی و.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د قطر دولت شارژدافیر مُردِف القاشوطي وکتل او په دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، متحده ایالتونو سره پر وروستیو پرمختګونو او پر یو لړ نورو مسایلو خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي چې متقي متحده ایالتونو سره وروستی پرمختګ مهم وباله او د قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ یې هم مننه وکړه.

بهرنیو چارو وزارت وایي، امیر خان متقي قطر سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا زیات پرمختګونه ولري.

خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر شارژدافیر پر خپل وار د ا.ا.ا. بهرنیو اړیکو کې پرمختګونه مثبت وارزول او افغانستان سره یې د خپل هېواد د همکاریو ژمنتیا تکرار کړه.