مهترلام (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وایی، په دې ولسوالۍ کې یې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه یوه دوولس کسیزه باصلاحیته قومي کمېټه جوړه کړې ده.
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره سیمې قومي مشر او د یادې کمېټې رییس ملک محمدامان پژواک خبري اژنس ته وویل، د یادې ولسوالۍ د ۶۳ سیمهییزو شوراګانو دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې پرېکړې له مخې، د ناوړه او ملا ماتوونکو دودونو د مخنیوي او پر وړاندې یې د جدي مبارزې په موخه د ده تر مشرۍ لاندې یوه دوولس کسیزه باصلاحیته کمېټه جوړه شوې ده.
هغه وویل: «تر دې وروسته هېڅ پلار حق نهلري چې د خپلې لور د کوژدې په مراسمو کې له مهر پرته د زوم له کورنۍ څخه ولور، د خوړې او واده مصارف، خوږه کجاوه، اختر ناری او د مړې ناری او دې ته ورته د نورو ناوړو دودونو په نامه پیسې یا جنس واخلي.»
هغه زیاتوي، تر دې مهاله یې کارونه په ښه شکل روان دي، خو که بیا هم چا د یادې کمېټې له پرېکړې څخه سرغړونه وکړه رسماً به یې د قانوني چلند لپاره ولسوالۍ ته معرفي کړي.
دغه راز، د یادې ولسوالۍ د کټاخېلو سیمې قومي مشر او دیني عالم مولوي محمدقاسم وویل، یاده کمېټه د ټولنې د اصلاح په موخه جوړه شوې؛ ځکه پخوا به د خلکو له خوا د خوښيو په مراسمو کې د زوم له کورنۍ څخه د لوړ ولور ترڅنګ په مختلفو نومونو پیسې او نور توکي اخیستل، خو له دې وروسته به یې په کلکه مخنیوی کوي.
ورته مهال، د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د الینګار ولسوالۍ د قومي مشرانو او دیني علماوو هڅې وستایلې.
هغه وویل، د افغانستان ټول خلک دې د الینګار ولسوالۍ د قومونو په پل، پل کېږدي او د ټولو ناوړو او نامنل شوو دودونو پر وړاندې دې جدي مبارزه وکړي.
د یادونې ده چې همدا تېره اونۍ د اسلامي امارت د مشرتابه لوري د دغه ډول ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه یو څو مادهییز فرمان صادر شو چې له مخې یې، د واده او کوژدې مراسمو، مړي او له حج او عمرې څخه د راتګ پرمهال له بېځایه لګښتونو څخه منع شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP