Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال جوړ شو

فیض‌اباد (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په مرکز کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو یاد کانال د ۵،۲ کیلومتر په اوږدوالي، ۲۰ متره پلنوالي او درې مترو په ژوروالي د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ په مرکز اسکازر کلي کې د پنجشېر د فوق‌العاده لوا د انجنیرۍ مدیریت له لوري جوړ شوی دی.

د پنجشېر د فوق‌العاده لوا د انجنیرۍ مدیر حافظ مولوي نقیب‌الله فرقاني وايي چې د یاد کانال په جوړېدو شاوخوا ۱۳ زره جریب ځمکه چې مخکې له دې شاړه او د خوړ اوبو له ګواښ سره مخ وه، خوندي شوه او پر کرنیزه ځمکه به بدله شي.

هغه زیاته کړه، ډېره پراخه سیمه د خوړ اوبو تر ګواښ لاندې وه او خلک د مناسبو کورونو نشتون له امله اړ و چې څو کورنۍ په یوه کور کې د غره ترڅنګ ژوند وکړي چې د یاد کانال په جوړېدو اندېښنې پای ته ورسېدې او خلکو لپاره زرګونه جریب کرنیزې او د اوسېدو ځمکې برابرې شوې.

رحیم‌الله، د پنجشېر د فوق‌العاده لوا د انجنیرۍ کنډک انجنیر چې د یادې پروژې د ډیزاین مسوولیت یې پر غاړه درلود، وویل: «دغه کانال چې د کوکچې سیند سرچینه ده، د یوه نیمې میاشتې کاري مودې په لړ کې له ماشینرۍ څخه په استفادې او فوق‌العاده لوا انجنیرۍ ټیم له لوري جوړ شوی او یاد کانال ۵۲۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره پلنوالی او ۳ متره ژوروالی لري او ۱۰۰ سلنه به سیمه د خوړ اوبو او سېلابونو له ګواښونو وژغوري.»

د کران منجان ولسوالۍ د مرکز اسکازر کلي اوسېدونکی عبدالیاسین وايي چې مخکې له دې په دې سیمه کې کانال شتون نه درلود او ډېرې ځمکې د خوړ اوبو او سېلابونو تر ګواښ لاندې وي.

هغه زیاته کړه چې خلک د یاد کانال په جوړېدو سره له اسلامي امارته غواړي چې د کانال ترڅنګ استنادي دېوالونه هم جوړ کړي څو ستونزې په بشپړه توګه حل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.