Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان تېر کال د ۱،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل
آرشیف

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې ۱۴۰۳ لمریز کال په ټوله کې د افغانستان صادرات څه باندې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون او واردات بیا څه باندې ۱۱ میلیارد ډالرو ته رسېدل.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې په تېر کال کې د هېواد د سوداګرۍ بهیر ښه بللی دی.

سرچینې لیکلي، افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې په ټوله کې د یو میلیارد او ۷۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱ میلیارد او ۱۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

په خبرپاڼه کې راغلي، ډېری صادرات پاکستان، هند، عربي متحده اماراتو، ازبکستان، ایران، قراقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجکستان ته شوي دي.

د سرچینې په خبره، په صادراتو کې انځر، پنبه او ممیز هم شامل وو خو د غالیو، سرب، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات ډېر وو.

سرچینه وایي، ډېری واردات له ایران، عربي متحده اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قراقستان، روسیې، هند او مالیزیا هېوادونو شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وارداتي توکو کې ډېزل، پټرول، اوړه، د نقیله وسایطو پرزې، ګاز، کتاني منسوجات،، درمل غوړي او وریجې شامل وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.