Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره د کوچني کاروبارونو د پیل لپاره نغدي مرسته وشوه

پل‌علم (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او څرخ ولسوالۍ کې له ۳۵۰ بېوزلو او اړو کورنیو سره د کوچنیو تجارتونو د پيل لپاره نغدي مرسته وشوه.

د لوګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریيس مولوي میرهاشم حزب‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرې میاشتې عمومي ریاست له لوري د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په مرکز پل‌علم او څرخ ولسوالۍ کې له سلګونو بېوزلو کورنیو سره د کوچنیو تجارتونو د پيل لپاره شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

هغه زیاتوي، یادې نغدې پیسې په دوو پړاوونو کې پر بېوزلو کورنیو وېشل کېږي چې په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته شل شل زره افغانۍ او په دويم کې پنځلس پنځلس زره افغانۍ وېشل کېږي.

هغه دغه راز وویل، په یادو کوچنیو تجارتونو کې د چرګانو فارمونو جوړول، د لبنیاتو تولید، خیاطي، موچي‌توب، مستریتوب او د موبایلونو ترمیم شامل دي.

بلخوا، د پل‌علم یوه اوسېدونکي روح‌الله پژواک ته وویل، له اوږدې مودې راهیسې وزګار او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

هغه زیاتوي، تازه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست له لوري ورسره شل زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده او غواړي چې له دې لارې خپل شخصي کاروبار پیل کړي.

لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست د مسوولینو معلوماتو له مخې، یاد پروګرام د دغه ولایت پاتې ولسوالیو ته هم غځول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.