کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال یې هېواد کې څه باندې دوه میلیون او ۶۰۰ زره کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د یادې ادارې ویاند محمدرافیع حلیم په یوې اعلامیه کې لیکلي: «په ۱۴۰۳ کال کې دوه میلیون او ۶۳۴ زره او ۶۰۰ کسانو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.»
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې تذکرو څخه یو میلیون او ۹۳۰ زره نارینهوو او څه باندې ۷۰۵ زره نورې ښځو ته وېشل شوې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، له دې تذکرو څخه نږدې ۶۶۰ زره په کابل کې، څه باندې ۲۰۰ زره هرات کې، ۱۹۰ زره کندهار کې، نږدې ۱۷۲ زره بلخ کې، څه باندې ۱۱۷ زره الکترونیکي تذکرې په ننګرهار کې او پاتې نورې یې د هېواد په نورو ولسوالیو کې وېشل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیل راهیسې تر اوسه ۱۵ میلیون او ۴۶۸ زره کسانو الکترونیکي تذکرې تر لاسه کړې دي.
سرچینې څرګنده کړې چې اوسمهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش او اسانخدمت ۷۳ مرکزونه او یو ګرځنده ټیم فعال دي او دغه راز په متحده عربي اماراتو کې هم د اسانخدمت یو مرکز فعال دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP