سرپل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): سرپل کې ځایي مسوولین وايي، تېر لمریز کال دغه ولایت کې همکارو موسسو د نږدې ۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۷ ټولګټو پروژو کار پیل کړ چې له ډلې یې د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې شوې او پاتې نورې د پلې کېدو په حال کې دي.
د سرپل د والي ویاند، مولوي حبیبالله مسرور پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت کې موسسو تېر کال کې د ۳۳.۹۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۷ زیربنایي پروژو کار پیل کړ.
نوموړي زیاته کړه، له یادو پروژو څخه د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.
د سرپل والي ویاند وویل، یادې پروژې د کرنې، اوبو لګولو، روغتیا، د ښوونځیو بیارغونې، د څښاک اوبو شبکو جوړولو، ښځینهوو ته د کار زمینې برابرولو، د خوراکي توکو مرستو او مستحقو کسانو ته د نغذو پیسو وېش برخو کې پلې شوې دي.
د هغه په خبره، د یادو پروژو په پلې کېدو سره یاد ولایت کې مناسبه درسي چاپېریال، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، ښځینهوو ته د کار زمینه او خلکو ته د کرنې مناسبه فرصتونه برابر شوي دي.
هغه دغهراز له مرستهکوونکو موسسو وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې د لا ډېرو پروژو پلې کولو له لارې خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.
د سرپل د والي ویاند ډاډ ورکړ چې همکارو موسسو ته یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي څو په بشپړ ډاډ سره خپل خدمات وړاندې کړي.
د سرپل د سانچارک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سمیعالله وویل: «خلکو ته د موسسو له کارونو څخه خوښ یوو، موږ ته د اوبو رسونې شبکه جوړه شوې او خوراکي توکي وېشل شوي دي. له حکومت او موسسو غواړو چې د فابریکو جوړولو او کارموندنې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي څو خلک د خپل عاید څښتنان شي.»
د سرپل د مرکز اوسېدونکي قیوم هم د موسسو او حکومت له لوري د یادو پروژو د پلې کېدو هرکلی کړی او وايي چې باید دغه ولایت کې لا ډېرې او لوی پروژې پلې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP