ترینکوټ (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د «ماشیناب» پول چې د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو ترڅنګ د دایکندي ولایت خلک هم تګ راتګ پرې کوي، سخت زیانمن شوی او که ونه رغول شي، وبه نړېږي.
ماشیناب پول د ترینکوټ ښار د پړانګیانو سیمه کې د ترینکوټ پر سیند جوړ دی چې د مرکز د شاوخوا ۲۰۰ کلیو، د چهارچینو او ګېزاب ولسوالیو او دایکندي ولایت خلک ترې ګټه اخلي.
د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې که یاد پول له ونه رغول شي وبه نړېږي.
د ترینکوټ اړوند د چرمګر سیمې یوه اوسېدونکي باريداد وویل، وروستیو سېلابونو د ماشیناب پول جنوبي لوری سخت زیانمن کړی، دغه راز په سیند کې د اوبو له زیاتېدو سره یې تحکیماتي برخه هم زیانمنه شوې ده.
د چهارچینو ولسوالۍ د چنارک سیمې یوه موټرچلوونکي محمدولي وویل، ماشیناب یوازېنی پول دی چې دوی یې له لارې ترینکوټ ښار ته تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه، که د پول د ویجاړۍ مخه پر وخت ونه نیول شي، ممکن ډېر ژر له منځه ولاړ شي.
د نوموړي په خبره، د تېر کال سېلابونو له امله د چورې ولسوالۍ لوی پول هم له ورته حالت سره مخ و چې پر وخت یې بیارغونه ونه شوه او اوس په بشپړ ډول نړېدلی دی.
ورته مهال، ځایي مسوولین هم مني چې د وروستیو سېلابونو له امله په دغه ولایت کې د ماشیناب او دهراوود ولسوالیو د لویو پلونو په ګډون یو شمېر نورې پروژې زیانمنې شوې دي.
د اروزګان د والي ویاند حافظ سمیعالله عکرمه پژواک ته وویل، د ولایت مقام له خوا د ټولګټو ریاست ته دنده سپارل شوې چې د ماشیناب پول زیانمنې شوې برخې له سره ورغوي.
هغه ډاډ ورکوي، هغه پروژې به بېرته ترمیم کړي چې د تېرو سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP