Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې وري میاشتې په ۱۶مه د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم پنځم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کورني کرکټ له کلني مهالوېش سره سم د راتلونکې اپرېل میاشتې په پنځمه د (وري په ۱۶مه) د زونونو په کچه د میرویس نیکه په نوم پنځم پړاو درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه سیالۍ به د اپرېل میاشتې تر ۲۳مې نېټې د ننګرهار ولایت په دوو غازي امان‌الله خان او نجیب‌الله تره‌کي کرکټ لوبغالو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغو سیالیو کې د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون لري او هره لوبډله به په لومړي پړوا کې څلور لوبې ترسره کړي.

د دغو سیالیو په ترڅ کې به د پنځو زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي او په روان کال کې د تېرو لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو ځلېدلي لوبغاړي ولوبېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای‌ ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ هم ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.