Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: تېر کال مو په افغانستان کې ۶۸۸ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي

کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په ۲۰۲۴ زېردیز کال کې یې په افغانستان کې ۶۸۸ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي.

دغه بنسټ نن یکشنبه د اوبو نړی‌والې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه شمېر کسانو ته په ښوونځيو، روغتونونو او کورونو کې د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق هر ماشوم د څښاک پاکو اوبو څښلو حقدار ګڼلی او د هغوی پر روغتیا یې ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د سره صلیب نړی‌والې کمېټې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه کسان کافي او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري، خو د اوبو او برېښنا وزارت دغه راپور رد کړ.

د اوبو له نړی‌والې ورځې سره همهاله د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو او د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کړی او له سرپرست حکومته یې په ښار کې د اوبو رسولو د یوه منظم سیستم جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د مارچ ۲۲مه د اوبو له نړی‌والې ورځې سره برابره ده او دا ورځ هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.