Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: هڅه کوو د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د لومړي فاز چارې له ټاکلي وخت مخکې بشپړې کړو

جلال‌اباد (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): مسوولین وایي چې د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د لومړي فاز جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او هڅه کوي چې له ټاکلي وخت مخکې یې بشپړې کړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د کابل – جلال‌اباد دويم لین سړک شاوخوا ۱۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۴۵ کیلومتره یې جوړ شوی او پاتې برخه به يې هم په څو پړاوونو کې بشپړه شي.

دغه سړک د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ له دوه‌ سرکې سیمې پیلېږي او د خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو له لارې کابل ته رسېږي؛ د دې پروژې موخه د کابل – جلال‌اباد په لومړي لین سړک د ګڼې‌ګوڼې او ترافیکي پېښو کمول او د باروړونکو موټرو لپاره د بدیلې او جلا لویې لارې رامنځته کول دي.

د کابل – جلال اباد دويم لین سړک د لومړي فاز د لومړي لاټ د قراردادي شرکت مسوولین وايي چې د دوی چارې له ۱۵ تر ۲۰ سلنه ترسره شوې او هڅه کېږي چې له ټاکلي وخت مخکې بشپړې کړي.

د دغه سړک د قراردادي شرکت سیمه‌ييز مسوول انجينر مجاهد شاهد پژواک اژانس ته وويل چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې یې د دغه سړک جوړولو چارې پیل پيل کړې، د مملې له سيمې تر سرخاب پول پورې د لومړي فاز د لومړي لاټ پروژه ده چې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري.

دی وايي، سړک په کانکريټي بڼه جوړېږي او اوسمهال يې د مسير معلومولو او پراخولو کارونه روان دي چې نږدې شل سلنه بشپړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دا پروژه يوه له معياري پروژو ده چې ځانګړی اجتماعي، سياسي او اقتصادي ارزښت لري او  له بنسټيزو پروژو بلل کېږي؛ ځکه چې په اوسني سړک باندې همېشه ترافيکي پېښې کېږي، ګڼه‌ګوڼه هم پرې زياته ده.»

د قراردادي شرکت يو بل مسوول انجینر خالد پښتون وايي چې د سړک جوړولو پر وړاندې چې پخوا امنيتي او ټولنيز خنډونه موجود وو، اوس نشته او کارونه له کوم خنډ او ځنډ پرته په چټکۍ روان دي.

دی وايي، که څه هم د سړک جوړولو لپاره له دوو تر درېیو کلونو وخت ورکړل شوی خو دوی هڅه کوي چې چارې یې له دې نېټې مخکې بشپړې کړي او ان هڅه کوي چې د شپې له مخې هم کار پرې وکړي.

نوموړي وویل: «موږ اینده کې کوښښ کوو چې د شپې شيفټ هم فعال کړو، يوه ستونزه شته چې عام خلک او مسافر همکاري نه کوي، موږ ورته په ځلونو وايو چې دلته کار روان دی، بدیله لاره مو هم ورته جوړه کړې خو خلک بیا هم په همدې مسير راځي چې زموږ کارونه له خنډ سره مخ کوي.»

بلخوا، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست هم تاییدوي چې د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک چې نږدې پنځه میاشتې مخکې یې د لومړي فاز د اول لاټ چارې د ۲۲ کیلومترو په اوږدوالي د ټولګټو وزارت له لوري خصوصي شرکت ته ورکړل شوې، اوس یې د پراخوالي او سمونې کارونه په چټکۍ سره دوام لري.

د یاد ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صديق‌الله قريشي وايي، د کار سرعت زیاتولو لپاره د اړوند شرکت ساحه کې پرمختللي ماشین‌الات په منظم ډول کار کوي چې پر مټ یې چارې تر شل سلنه مخې ته تللې دي.

عام خلک هم د دغه سړک جوړېدو له چارو خوښ دي او غوښتنه کوي چې کارونه دې لا چټک شي؛ ځکه اوس نه يوازې د کابل – جلال‌اباد لویې لارې مسافر، بلکې د ننګرهار د درېیو ولسواليو خلک په ستونزو کې دي.

د مملې سيمې يو اوسېدونکي وارث خان وايي، دغه سړک به د سيمې خلکو ته د تګ راتګ پر مهال د اسانتياوو رامنځته کولو ترڅنګ ډېرې اقتصادي ګټې هم ولري.

نوموړي زياته کړه: «دغه سړک چې جوړېږي ډېر خوشاله يو، د مملې ولس لپاره ډېره غټه فایده ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، مريض پر وخت شفاخانې ته نه رسېږي، زموږ مېوې او سبزۍ په اسانۍ بازار ته نه رسېږي، نو سړک چې جوړ شي، دا ټولې ګټې به ولس ته ورسېږي.»

دغه راز، موټرچلوونکي وايي چې د سړک خرابوالي له امله یې ډېر کله موټر خرابېږي او د دوی ډېره ګټه د موټر په ترمیم کې ځي.

عطاءالله چې د خوږياڼو مملې سيمې ته لیني موټر چلوي غوښتنه کوي چې د سړک جوړولو چارې دې لا چټکې شي څو خلک له ستونزو خلاص شي.

باید وویل شي چې د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک چې کلونه مخکې یې د تېر جمهوري نظام پر مهال کارونه پيل شوي وو او تر مملې سيمې د سړک يوه برخه رغول شوې هم وه، په هغه حکومت کې یې کارونه د امنيتي ستونزو له امله ودرېدل خو د اسلامي امارت د حکومت پر مهال یط د بودجې د کمښت له امله کارونه له ځنډ سره مخ وو، خو په دې وروستيو کې د رياست‌الوزرا د پرېکړې له مخې، د کابل – جلال‌اباد لویې لارې له موټرو د حق‌العبور(ټول‌پلازا) په بدل کې د دغه سړک کارونه بیا پيل شوي.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند څه موده مخکې ویلي وو چې د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار له تلونکو وسايطو او عراده‌جاتو د هغو د نوعيت په تفکيک د ټاکل شوي حق‌العبور اخیستو په بدل کې جوړېږي؛ دا محصول به د ټولګټو چارو وزارت په ځانګړي بانکي حساب کې په شفافه توګه جمع، بانک ته به تحويل او ماليې وزارت به يې د مصرف او عملیاتي اړتیاوو اړوند اړینې او عاجلې اسانتیاوې برابروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.