Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

اسعداباد (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ د پوهنې رییس مولوي محیب‌الله حیدري نن په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې دغه ودانۍ د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په زوړ کلي کې جوړه شوه.

هغه وویل، پر دغه ودانۍ ۱۱.۱ میلیون افغانۍ لګښټ راغلي چې څلور درسي  او دوې اداري خونې لري او د لمریزې برېښنا ترڅنګ نور اړین ملحقات هم لري.

د کونړ والي مولوي قدرت‌الله ابوحمزه هم وویل: «موږ هیله لرو چې د علم او پوهې د ودې په برخه کې راسره اړینې مرستې وشې، لاهم کونړ کې اړتیا لیدل کېږي چې د ښوونځیو لپاره په معیاري ډول ودانۍ جوړې شي څو د زده‌کوونکو ستونزې حل شي.»

د کونړ والی زیاته کړه افغانان یوازې د اسلامي او  عصري زده کړو پرمټ له نړۍ سره سیالي کولی شي او له همدغې لارې کولای شي چې خپل «دښمن» ته ماتې ورکړي.

د څوکۍ ولسوالۍ یوه قومي مشر او د پخوانۍ ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد هم وویل، اړتیا وه چې په زوړ کلي کې د لومړني مختلط ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شي؛ ځکه په خبره یې چې پخوا د یادې سیمې لسګونو زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولی.

د کونړ د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، دغه ولایت کې ۸۵ سلنه ښوونځي ودانۍ او سرپنا نه لري او زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.