کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه سبا له اندونیزیا سره کوي.
د ۲۰۲۵ کال د ساحلي فوټبال اسیا جام سیالۍ د تېرې کب میاشتې په ۳۰مه د ټایلنډ په کوربهتوب د افغانستان په ګډون د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پیل شوې چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې تر لسمې نېټې پورې به دوام ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا د اندونیزیا له لوبډلې سره لوبه کوي.
سرچینې ویلي، د افغانستان او اندونیزیا لوبډلو ترمنځ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې دوه لوبې ترسره کړې چې خپله لومړۍ لوبه یې متحده عربي اماراتو ته او دویمه لوبه یې پرون ایران ته وبایلله.
د یادونې ده، افغان لوبډله په دغو سیالیو کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP