Language

د غزني پوهنتون ته د طب پوهنځی منظور شو

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.

هغه زیاته کړې، دغه مهم ګام به د غزني ولایت ځوانانو ترڅنګ د هېواد بېلابېلو برخو محصلینو ته د طب برخه کې د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي او هم به روغتیایي خدمات لا ورسره پیاوړي شي.