Language

اسرائیلو غزه کې پر یوه روغتون برید کړی او پنځه کسانو ژوند له لاسه ورکړی
ارشیف

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیلو تېره ورځ په غزه کې پر یوه روغتون هوايي برید کړی چې په پایله کې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د یوه غړي په ګډون پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیلو دغه هوایي برید تېره ورځ کړی دی.

د غزې روغتیا وزارت ویلي چې یاد برید د خان یونس په ناصر روغتون کې د جراحۍ په څانګه شوی دی.

حماس جنبش ویلي چې د دوی د سیاسي دفتر یو غړی اسماعیل برهوم هم په دغه برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز، د غزې روغتیا چارواکو ویلي چې د اسرائیلو د تېرې ورځې پر رفح او خان ​​یونس کې د بریدونو په پايله کې لږ تر لږه ۴۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیلو له څو ورځو راهیسې یو ځل بیا پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.