جلالاباد (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي، له پاکستانه د کډوالو د تازه څپې د راتګ لپاره يې په تورخم او نورو اړوندو ځايونو کې بشپړ چمتووالی نيولی دی.
دا په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د دغه هېواد د حکومت ټاکل شوې نېټې (د مارچ ۳۱مې) ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د ننګرهار د کډوالو چارو رياست په ختيځ زون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر (UNHCR) له مسوولینو سره د چمتووالي په تړاو ناسته کړې ده.
د کډوالو چارو رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ليکلي چې په دې ناسته کې د ننګرهار د کډوالو چارو رييس باﺯمحمد عبدالرحمٰن، تورخم بندر کې د کډوالو د انتقالاتو امر بختجمال ګوهر، په ختیځ کې د يواېناېچسيار مسوول الماس قادروف او د دغې ادارې نورو مسوولینو برخه اخیستې وه.
په دې ناسته کې قادروف له مسوولينو مننه کړې چې تېر ځل يې په ښه شان د راستنېدونکو کډوالو لپاره هره برخه کې پوره همکاري وکړه.
هغه ﺯياته کړې، دا چې پاکستان يو ځل بيا غواړې د ACC کارټ لرونکي کډوال په جبري ډول راوباسي، اسلامي امارت د تېر په څېر بشپړ چمتووالی لري چې راستنېدونکو کډوالو ته په هره برخه کې لاﺯمې اسانتیاوی برابرې کړي.
نوموړي په ورته وخت کې د کډوالو برخه کې د مرستندویه ادارو څخه هم وغوښتل چې راستنېدونکو کډوالو ته دې د خوراکي توکو، سرپناه او نغدي مرستو برخو کې همکاري ته چمتووالی ونیسي.
په دغه ناسته کې، په ختیځ زون کې د يواېناېچسيار ادارې مسوول الماس قادروف ډاډ ورکړی چې دا اداره به راستنېدونکو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
د يادونې ده چې د پاکستان حکومت دغه هېواد کې د ACC کارټ لرونکو او بېاسنادو کډوالو ته د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱مې وخت ورکړی څو په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، که نه له دې نېټې وروسته به د هغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د رسمي خبرتیا له مخې، په ډلهییزه توګه را وایستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP