کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): ټولګټو وزارت وایي چې تېره کب میاشت د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره او ۸۵ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده اندازه انتقالات د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې له پیله تر پایه شوي دي.
هغه زیاته کړې، په یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴ زره او ۸۵۲ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۴ زره او ۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره او ۴۸۳ ټنه، او د خواف – هرات له لارې ۱۶۰۲۳ ټنه چې ټول ۳۵۸ زره او ۸۵ مټریک ټنه کېږي.
د سرچینې په خبره، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ترانزيټ او صادرات دي چې ۱۹۸۸۰ ټنه یې وزن و او لویه برخه یې وچه مېوه، کېنو، کچالو او د انارو جوس دي.
حقشناس لیکلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلیو له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقي او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.
د ټولګټو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، دغه وزارت هڅه کوي څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابر کړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په سلواغې میاشت کې ۴۱۴ زره او ۸۸۳ مټریک ټنه انتقالات شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP