Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال افغانستان کې د ورزش پرمختګ لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال د افغانستان فوټبال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د المپیک، بدني روزنې او د سپورټ لوی ریاست پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي، کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) مرستيال خليل ابراهيم اوکور او کابل کې د اندونیزیا د سفير مرستيال ريکي سوباګجا د افغانستان فوټبال ملي فدراسيون له رييس محمديوسف کارګر او رهبرۍ غړو سره لیدلي دي.

د فوټبال فدراسیون رییس په دغه ليدنه کې له اسلامي هېوادونو په افغانستان کې د ورزش د ودې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

سرچینې لیکلي، په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستيال په افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره ترسره شوې هڅې ستايلې او د هر ډول ګډو همکاريو ډاډ يې ورکړې دی.

دغه لیدنه کې د اندونیزیا د سفارت مرستیال ریګي سوباګجا ویلي: «موږ د تل په څېر له افغانستان سره د سپورټ برخه کې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال داسې مهال افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ برخه کې د هڅو ستاینه کوي چې د ساحلي فوټبال ملي لوبډله اوس‌مهال ټایلنډ کې په اسیا جام سیالیو کې په لوبو بوخته ده او ملي لوبډله بیا میانمار کې د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو په مقدماتي لوبو کې سبا د یاد هېواد له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.