Language

کرنې وزارت تېر کال په لسو ولایتونو کې ۵۸ لوی او واړه چک‌ډيمونه جوړ کړي
ارشیف

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د کرنې وزارت تېر لمریز کال په لسو ولایتونو کې د شاوخوا ۱۳۴ میلیون افغانیو په لګښت ۵۸ لوی او واړه چک‌ډيمونه جوړ کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې ۵۸ لوی او واړه چک‌‌‌ډیمونه جوړ کړي دي.

خبرپاڼه کاږي، یاد شمېر چک‌ډيمونه له کانکرېټ، ډبرو او خاورو جوړ شوي او شاوخوا ۱۳۴ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د خبرپاڼې په حواله، دغه چک‌ډيمونه په جوزجان، بدخشان، کندهار، فاریاب، بامیان، لغمان، ننګرهار، اروزګان، تخار او ډایکنډي ولایتونو کې د اسلامي امارت له بودجې جوړ شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه په هغو سیمو کې د لویو او کوچنیو چک‌ډيمونو جوړولو لړۍ پیل کړې ده چې وروستیو وچکالیو ځپلي او د ځمکې لاندې اوبو سطحه په کې ټیټه شوې ده.