ترینکوټ (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د یوه ترانسپورټي ټرمینل د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده هلته په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې وویل، دا ترمینل د ترینکوټ ښار اړوند هوایي ډګر ته څېرمه په شاوخوا لس جریبه ځمکه کې جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه: «دا ترمینل د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ میاشتو په موده کې جوړېږي او بودجه یې هم د وزارت له خوا ورکول کېږي.»
ورته مهال، د اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع د دې ترمینل د جوړېدو پروژه یو سترګام بولي.
هغه وویل، د دغه ترمینل په جوړېدو سره به د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ترانسپورټ برخه کې غوره اسانتیاوې رامنځته شي.
ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم د یاد ترمینل په جوړېدو سره خوښي ښيي او زیاتوي چې له دې وروسته به یې نورو ولایتونو ته د تګ راتګ برخه کې شته ستونزې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP