کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (سهشنبه) د میانمار له لوبډلې سره لوبه کوي.
دغه لوبه د کابل پر وخت نن ماسپښین ۳:۰۰ بجې د میانمار په یانګون ښار کې کېږي.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي عثمان توشف پرون په یوه خبري ناسته کې ویلي چې لوبغاړي د میانمار پر وړاندې لوبې ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې: «موږ به هڅه وکړو څو په میدان کې د میانمار پر وړاندې ښه لوبه کړو.»
د يادونې ده، د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړو په خپله وروستۍ دوستانه لوبه کې د ټايلند د فوټبال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP