کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ا.ا کابینې ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د لویو او وړو پروژو لپاره دې د کسانو د استخدام برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره همغږي ولري او په ګومارنو کې دې د هېواد دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړي.
د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون وشوه چې پهکې د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسایلو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
د خبرپاڼې په حواله، په یاده غونډه کې هېواد ته د بېکيفيته تېلو وارداتو مخنيوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست مولوي شمسالدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړانديزونه تایید شول او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د تطبیق په موخه یې اقدامات ترسره کړي.
خو سرچینې د تایید شوو وړاندیزونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې چې ړ لویو او وړو پروژو لپاره د کسانو استخدام برخه کې د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره همغږي وکړي او هڅه دې وشي چې په ګومارنو کې د هېواد دننه خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP