Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې تېر کال د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي

مهترلام (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.

د لغمان ولایت د والي مرستیال مولوي اخترمحمد مزمل نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د دولتي او غیر دولتي ډونرانو په مالي ملاتړ یې د تېر ۱۴۰۳ مالي کال له پیله تر پایه پورې د مرکز مهترلام سربېره په پنځه‌ګونه ولسوالیو کې په بېلابېلو برخو کې ۸۸ پراختیایي پروژې پلان کړې وې چې له جملې یې ۵۲ بشپړې شوې او پر ۳۶ نورو یې لا هم کار روان دی.

هغه وویل، پر یادو پراختیایي پروژو باندې یو میلیارد او ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې ۱۶ غټې او وړې پروژې د حکومت له بودجې او پاتې ۷۲ یې د نړۍوالو مرستندویه ادارو له خوا تمویل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.