Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

ګردېز (پژواک، ۵ وري ۱۴۰۴) د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنگ رياست لخوا نن د لسګونه حافظانو تر منځ د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.

د مسوولينو په خبره، په يادو سياليو کې د مرکز ګردېز سربيره د بيلابيلو ولسواليو څخه لسګونه حافظانو ګډون کړی و.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو امر سيف‌الرحمن وهاج وويل چې په تېر يو کال کې يې ۱۵ بيلابيلې علمي سيالۍ ترسره کړې دي.

دی زياتوي چې په يادو علمي سياليو کې يې د عصري او ديني زده کړو سيالۍ وې چې موخه يې د ښوونځي او مدرسې تر منځ فاصلې ختمول دي.

هغه زياته کړه چې له نننۍ سيالۍ يې موخه د ځوانو حافظانو تشويق او د غوره قرائت کوونکو قاریانو په نښه کول وو.

په ورته وخت کې د يادو سياليو يو شمېر ګډونکونکي هم خوښي څرګندوي.

 د قران‌کریم یوه حافظ، حافظ الله سيرت وويل چې دا ډول سيالۍ د ځوانو قاريانو د تشويق او هڅونې لپاره خورا مهمې دي.

ده غوښتنه وکړه چې دا ډول سيالۍ بايد د ولايتونو ترمنځ هم برابرې شي.

يو بل ګډونوال قاري نصيراحمد وويل چې دا ډول سيالۍ بايد د ولايت تر څنګ د هېواد په کچه هم ترسره شي.

مسوولينو وويل چې په نږدې راتلونکي کې به ورته سيالۍ د ولايتونو ترمنځ هم برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.