Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ له نیپال سره د لوبلړۍ او د نولس‌کلنو نړۍوال جام غوراوي سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ د نیپال پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ او د نولس کلنو نړۍوال جام غوراوي سیالیو لپاره د نولس کلنې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې د نیپال پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ او د نولس کلنو نړۍوال جام غوراوي سیالیو لپاره د نولس کلنې ملي لوبډلې لوبغاړو نوملړ اعلان شوی دی.

په اعلان شوې یاده لوبډله کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ د عزیرخان، فیصل خان، خالد احمدزي، برکت ابراهیمزي، نظیف امیري، عزیز میاخېل، وحید ځدراڼ، حافظ ځدراڼ، سلام خان، نصرت نورستاني، عبدالعزیز خان، خاطر ستانکزي، زیت‌الله شاهین، عزت نور، کمال خان او روح‌الله عرب نومونه شامل دي.

کرکټ بورډ لیکلي، د نیپال پر وړاندې د افغان نولس کلنې لوبډلې لوبلړۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په درېیمه او د نړۍوال جام غوراوي سیالۍ هم د همدې میاشتې په ۱۳مه په نیپال کې پیلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.