جلالاباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي چې د خصوصي سکټور د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه یې د باغونو او تفریحي ځایونو جوړولو دوو پروژو عملي چارې پیل کړې دي.
د ننګرهار کانال ریاست د سوداګرۍ چارو رییس انجنیر ندي الله نیازي د یادو پروژو د پیل مراسمو کې وویل، دغه دوه پروژې د یوه خصوصي شرکت له خوا عملي کېږي چې قراردادونه ۱۵ کاله مخکې شوی، خو تېر حکومت یې په عملي کولو کې پاتې راغلی و.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې د کانال ریاست اړوند د هډې فارم په ۲۷ او ۲۸ بلاکونو کې تطبیقیږي او پر ۷۵ جریب ځمکه به د مالټو، انګورو، ناک، اینځرو او نورو مېوو باغونه جوړ شي.
د نوموړي په خبره، د باغونو جوړولو یاده پروژه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي.
نیازي دغه راز وویل چې پر ۳۵ جریب نوره ځمکه به د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت لوبغالي او پارکونه جوړ شي.
هغه وايي چې دغه ځمکه تر اوسه شاړه وه، خو د کانال شرکت د خپلو نورو ملکیتونو په څېر د هغې رغونه هم پيل کړه.
د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي، هڅه کوي چې د کانال ټولې غیرفعاله ځمکې د کرنې، باغدارۍ او نورو تولیدي برخو لپاره وکاروي.
ورته مهال، د یاد قراردادي خصوصي کرنیز شرکت مسوول عبدالظاهر ویلي، د خپل هېواد د پرمختګ لپاره پانګونه کوي، څو د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ځايي خلکو ته د لنډمهال او اوږدمهال کار زمینه هم برابرېږي او د کانال شرکت عواید به هم ورسره لوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP