Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوېلي کوریا کې د اورلګېدنې له امله ۱۸ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې د پراخې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اورلګېدنه تېره ورځ پیل شوې ده.

راپور کې راغلي، دې اورلګېدنې د سوېلي کوریا د سوېل ختیځې برخې یو شمېر سیمې سوځولي چې له امله یې څه باندې ۲۷ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

په راپور کې راغلي چې په دې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پوځ په مرسته زرګونه اور وژونکي د اور کنټرول کولو لپاره ځای پر ځای شوي، ښوونځي تړل شوي او چارواکي یې اړ کړي چې سلګونه بندیان له زندانونو نورو ځایونو ته انتقال کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.