پاراخ (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): په ۳۶مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۲۰۹ قیراطه زمرد د ۱۴۶ زره او ۳۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، تخار، بغلان او ارزګان ولایتونو څخه ۱۱۰ سوداګرو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې یاده اندازه زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي وو.
پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۳۵ ځلې د ازادې داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP