Language

غور کې د تندر لوېدو پېښه کې یو ماشوم مړ شوی

فېروزکوه (پژواک، ۶ وری  ۱۴۰۴): غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د پسابند ولسوالۍ د «برج کاکري» سیمې مربوطاتو کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې غور کې باران اوري.

Related Topics