Language

پروان کې د دوو کورنیو درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

چاریکار (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د پروان سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د پروان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا دښمني د قومي مشرانو او سیمه‌ییزو چارواکو په منځګړیتوب د مرکز اړوند خلازیو په سیمه کې حل او فصل شوه.

سرچینې وایي، د دې دښمنۍ پر مهال د یوې کورنۍ یو غړی وژل شوی و.

یادونه باید وشي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته، د هېواد په کچه سلګونه دښمنۍ بېرته په دوستۍ بدلې شوې دي.