کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه چاودنه نن مازدیګر مهال د کویټه ښار په «ډبلروډ» کې شوې ده.
راپور کې د روغتیایي چاروکو له قوله راغلي چې په دغه چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د څلور افسرانو په ګډون ۱۷ کسان ټپیان دي.
د بلوچستان چارواکو دغه بمي چاودنه په کلکه غندلې ده.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP