Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې د موټرسایکل‌سپرو پولیسو قطعه جوړه شوه

ګردېز (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د پکتيا امنیه قومانداني وایي، دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکل‌سپرو پولیسو ۴۸ کسیزه قطعه جوړه شوې او ګزمې یې پیل کړې دي.

د پکتيا د امنیې قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوي پيغام کې وویل، دغه ولایت کې د جنايي جرمونو د مخنیوي او چټک غبرګون په موخه د موټرسایکل‌سپرو پولیسو یوه ۴۸ کسیزه قطعه جوړه شوې چې په ګردېز ښار کې به ګزمې ترسره کوي.

هغه دغه راز زياته کړه چې ياده قطعه به ۲۴ ساعته د موټر سایکلونو په واسطه ګزمې کوي او هیله ښیي چې د پېښو په مخنيوي کې به اغیزناکه تمامه شي.

ورته مهال، هغه پولیس چې په دې قطعه کې ځای ورکول شوی، وايي چې ښار کې د جنايي او نورو پېښو د مخنيوي لپاره هر اړخيزې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

دغه راز، د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي هم د ښار د امنيت خونديتوب لپاره د يادې امنيتي قطعې جوړېدل مهم بولي او زیاتوي چې له دې سره به ښار کې جنایي او نورې پېښې راکمې شي.

د یادونې ده چې له دې مخکې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د موټرسایکل‌سپرو پولیسو دغه ډول امنیتي قطعې جوړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.