Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېښنا شرکت له خصوصي سکټور سره د ۲۰،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت له خصوصي سکټور سره د ۲۰،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او انتقال د لسو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

یاد تړونونه نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د خصوصي سکټور د مسوولینو ترمنځ د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې لاسلیک شول.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د دغو تړونونو لاسلیک په مراسمو کې وویل، نن د یاد شرکت او د خصوصي سکټور ترمنځ د برېښنا برخه کې د لسو پروژو تړونونه لاسلیک شول چې له جملې یې اته پروژې د برېښنا تولید او دوه پروژې د برېښنا د لېږد او د سب سټېشنونو د جوړولو برخه کې دي.

هغه وویل، د لاسلیک شوو تړونونو له مخې به په بلخ، هرات، لغمان، جوزجان، لوګر، ننګرهار ولایتونو کې بادي، لمریزه او ګازي برېښنا تولید برخو کې پانګونه وشي چې تولید ظرفیت یې ۲۲۸،۴۵ میګاواټو ته رسېږي، د برېښنا د لېږد په پروژو کې بیا د کندهار ولایت ختیځ برېښنا کوټ او د زابل ولایت د قلات برېښنا کوټ جوړولو او له کجکي تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې شاملې دي.

هغه زیاته کړه، د یادو پروژو د ټولې پانګونې کچه ۲۰،۷ میلیارده افغانۍ معادل ۲۹۲،۳ میلیون ډالر ده، سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي او د یوه کال په موده کې به د یادو پروژو چارې بشپړې شي.

دی زیاتوي، نږدې راتلونکي کې به د برېښنا برخه کې به د نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک شي او دغه شرکت هڅه کوي څو په کور دننه د برېښنا له شته سرچینو ګټه واخلي او خلکو ته برېښنا چمتو کړي.

د عمر د معلوماتو له مخې، افغانستان اوس‌مهال د وارداتي او تولیدي برېښنا په ګډون ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لري چې د لاسلیک شوو پروژو په پلي کېدو سره به ۲۳ سلنه داخلي اړتیا پوره کړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف په نننیو مراسمو کې وویل، برېښنا د افغانستان اساسي اړتیا ده چې د هېواد اقتصادي پرمختګ برېښنا پورې تړلی دی.

نوموړي وویل، که څه هم افغانستان د برېښنا تولید برخه کې زیاتې سرچینې لري خو بیا هم په کلني ډول د ۲۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت له بهره برېښنا واردوي.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمدجان بلال په دغو مراسمو کې وویل، د برېښنا تولید او لېږد برخه کې د یو شمېر پروژو د تړونونو لاسلیک د برېښنا برخه کې پرځان بسیاینې لور ته ښه ګام دی.

هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د برېښنا اړوند کارونو کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

نوموړي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د برېښنا تولید برخو کې به هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.