Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسټرالیا د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پنځه میلیون ډالر ځانګړي کړي

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۴): د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پنځه میلیون امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

د دغه وزارت خبرپاڼه کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو د وزیر پني وانګ له قوله راغلي چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو له حقونو پرېکنده ملاتړ کوي.

سرچینې زیاته کړې: «پنځه میلیون نور ډالر هم ملګرو ملتونو ته ځانګړي کېږي څو افغان ښځو او نجونو ته داسې خدمات برابر کړي چې په بېلابېلو برخو کې د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې د بودجې کمښت په افغانستان کې له جنورۍ تر مارچ میاشتې د خوړو، سرپناه، زده‌کړو او روغتیا خوندیتوب لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.