Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي: جاپان کولای شي د افغانستان په لویو پروژو کې پانګونه وکړي

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): مولوي اميرخان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې له سيمې او نړۍ سره د ا.ا تعاملات ښه لور ته روان دي او لېوال دي چې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکې ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضياءاحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې وکتل.

هغه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د جاپان د همکاریو او نورو نړۍوالو مسايلو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي: «له سيمې او نړۍ سره مو تعاملات ښه لور ته روان دي او اسلامي امارت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه رسولو او اقتصادمحوره پالیسۍ له مخې له ټولو جهتونو سره ابرومندانه اړیکو ته لېوال دی.»

متقي جاپان ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره رغنده ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول تعاملات باید دوام ومومي، څو د دوه اړخیزو همکاریو برخه کې عملي پرمختګونو ته لار هواره شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ويلي: «دا مهال په افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګېدو سره د پانګونې ګڼ فرصتونه رامنځته شوي او جاپان کولای شي په لویو پروژو کې پانګونه وکړي.»

کابل کې د جاپان سفیر هم دغه هېواد ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر یو مثبت ګام بللی او هیله یې څرګنده کړې چې یاد سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو برخه کې مهم رول ولوبوي.

هغه د نشه‌يي توکو د کښت او تولید پر وړاندې مبارزه ستایلې او د بدیل کښت په اړه یې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

د جاپان سفیر دغه راز د دوحې پروسې د کاري ګروپونو یادونه هم کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ګډ کار به ښه پایله ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.