Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په ګډون امنیتي چارواکو د ا.ا له مشرتابه سره ناسته کې ګډون کړی

کابل (پژواک، ٨ وری۱۴۰۴): د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرستانو او د استخباراتو عمومي ريیس په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره ناسته کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس ملا عبدالحق وثیق په کندهار کې په یوه غونډه کې ګډون کړی او د اسلامي امارت مشرتابه ته یې د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړی دی.

هغه زياته کړې چې په دې ناسته کې د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو مرستيالانو ملا عبدالقيوم ذاکر او مولوي محمدنبي عمري هم ګډون کړى و.

د مجاهد په خبره، په دې غونډه کې د امنيتي بنسټونو وړانديزونه واورېدل شول او هغوى ته د اجرااتو او کاري استقامت برخه کې لازمې لارښوونې وشوې؛ دغه راز د یادو بنسټونو د نظم، تجهیز او ظرفیت لوړولو په موخه مهم تصمیمونه ونیول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.